د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: د معتادې مور، ماشوم زوی له معتادینو سره ورځې تېروي


غزني: د معتادې مور، ماشوم زوی له معتادینو سره ورځې تېروي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

لس کلن سرور چې مور یې په نشه يي توکو اخته ده، ټوله ورځ د غزني په حسن اباد کې له نورو معتادینو سره یو ځای تېروي.


لس کلن سرور چې مور یې په نشه يي توکو اخته ده، ټوله ورځ د غزني په حسن اباد کې له نورو معتادینو سره یو ځای تېروي.

هغه وايي چې پلار یې په نشه يي توکو اخته وو، چې د هغه مور یې هم په زوره پر نشو راواړوله.

مور یې چې له خپل خاوند څخه یې طلاق اخیستی، د خپلو نشو لپاره هغه هم له ځان سره د معتادینو دېرې ته راولي.

دغه ماشوم وايي خپلې مور ته اندېښمن دی او وېره لري چې خپله به هم یو ورځ په نشو روږدی شي.

سرور وایي "که مې مور نشې نه کولای اوس به مې درس ویلای، تر درېیم ټولګي مې زده کړې کړي، سږ کال مکتبونه تړلي وو. د ورځې له خوا دلته تر پله لاندې یو، د شپې له خوا کور ته ځو، ډېر په تکلیف یو".

هغه هیله لري چې دومره امکانات پیدا کړي چې مور یې درملنه وکړي او ځان له دې عذاب څخه خلاص کړي.
XS
SM
MD
LG