د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: ۲۰۰ معتادین تر درملنې وروسته عادي ژوند ته ستانه شول


کابل: ۲۰۰ معتادین تر درملنې وروسته عادي ژوند ته ستانه شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې له ۱۰۰۰ بستریز مرکز څخه ۲۰۰ معتادین تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ولېږدول شول.


په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې له ۱۰۰۰ بستریز مرکز څخه ۲۰۰ معتادین تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ولېږدول شول.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحیدالله مجروح د سې شنبې په ورځ په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه شمېر معتادین له ۴۵ ورځې درملنې وروسته اوس روغ شوي او د دې لپاره چې بیا په مخدره موادو اخته نه شي له کورنیو څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي مجروح دغه پخواني معتادین د همت بیګلې وبللې او ويې ویل "زه خپل دغو ۲۰۰ ورونو ته چې دوی د ارادې، د عزت او همت بېلګې دي او له یو لوی ناورین څخه یې ځان ژغورلی دی، نن بېرته خپل کور ته، خپل هېواد ته، خپل قوم ته او خپلو ملګرو ته د عزت بېلګه ګرځي او وطن ته د خدمت لپاره به په اول کتار کې ولاړ وي، دوی ته زه احترام او درنښت وړاندې کوم".

له دغه مرکز څخه رخصت شوي پخواني معتادین وايي چې له ۴۵ ورځې درملنې وروسته اوس بېرته عادي حالت ته ستانه شوي او هڅه کوي چې بیا په مخدره موادو اخته نشي.

د ابن سینا روغتیايي مرکز د افغانستان په کچه د معتادینو د درملنې یو له لویو مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې پر یو وخت د ۱۰۰۰ معتادینو د درملنې ظرفیت لري او هرکال په کې د اته زره معتادینو درملنه کېږي.
XS
SM
MD
LG