د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۰ کې د مخدره موادو پر ضد د افغان حکومت مبارزه


په ۲۰۲۰ کې د مخدره موادو پر ضد د افغان حکومت مبارزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00

افغان حکومت ۲۰۲۰ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال ګڼي خو وايي چې په دغه کال کې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقې او د کروناویروس وبا د مخدره موادو ضد مبارزه له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ کړه.


افغان حکومت ۲۰۲۰ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال ګڼي خو وايي چې په دغه کال کې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقې او د کروناویروس وبا د مخدره موادو ضد مبارزه له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ کړه.

حکومت وايي سره له دې چې د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې توافق او د کروناویروس وبا په ۲۰۲۰ کال کې له مخدره موادو سره مبارزه له محدودیتونو او ننګونو سره مخامخ کړې وه خو بیا هم له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په دغه کال کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې کابو دوه زره او ۹۰۰ عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق وايي په دغو عملیاتو کې د مخدره موادو د کاروبار په تور درې زره او ۳۸۶ شکمن کسان او شاوخوا ۳۰۷ میټریک ټنه بیلابیل ډوله مخدره مواد نیول شوي دي.

ښاغلی اورتاق وايي " په ۲۰۲۰ کې افغان ځواکونو له یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د پروتوکول په اساس له افغانستان څخه بهر هم د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي عملیات ترسره کړي دي".

د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې په ۲۰۲۰ کې دغه مرکز د مخدره موادو د قاچاق د ۸۶۸ قضیو په تړاو د کابو ۱۱۰۰ کسانو دوسیې څیړلې دي او د اکثرو په اړه یې ابتدائيه او استیناف محکمو خپل حکمونه صادر کړي دي.

همداشان افغان چارواکي وايي چې په ۲۰۲۰ کې په افغانستان کې په سلګونه زره هکتاره ځمکو کې د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی دی.

که څه هم تراوسه افغان حکومت په دغه کال کې د کوکنارو د کښت سروې نهايي کړې نه ده خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په ۹۷۶ هکتاره ځمکو کې د کوکنارو او بنګو بوټي له منځه وړي دي.

په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید او قاچاق ترڅنګ د معتادینو په شمیر کې زیاتوالي هم اندېښنې راپارولي دي.

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس په دغه کال کې کابو ۱۳زره معتادین په بیلابیلو ښارونو کې راټول او د درملنې په مرکزونو کې بستر شوي دي.

خو د چارو څارونکي په ۲۰۲۰ کې د مخدره موادو پر ضد د افغان حکومت پر مباررزې انتقادونه کوي او په دې برخه کې اقدامات د پام وړ نه ګڼي.

افغان حکومت په روان میلادي کال کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې نیمګړتیاوې مني او وايي چې په افغانستان کې د مخدره موادو ستونزه خورا پراخه ده او په دې برخه کې د اغیزمنې مبارزې لپاره په کور دننه او د سیمې په کچه ګډو هڅو او نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG