د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: ۶۰ کلن معتاد له چرسو تر شیشې او پوډرو


غزني: ۶۰ کلن معتاد له چرسو تر شیشې او پوډرو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د غزني اوسېدونکی ۶۰ کلن بهاوالدین چې له شا او خوا ۳۰ کلونو راهیسې د چرسو په څکولو اخته دی، له څه مودې راهیسې شیشې او پوډرو ته هم مخه کړې ده.


د غزني اوسېدونکی ۶۰ کلن بهاوالدین چې له شا او خوا ۳۰ کلونو راهیسې د چرسو په څکولو اخته دی، له څه مودې راهیسې شیشې او پوډرو ته هم مخه کړې ده.

هغه چې د پوډرو او شیشې تر څنګ یو ډول د نشې پېکارۍ هم لګوي وايي چې تر یو وخت پورې ورسره ارام وي، خو چې اغېز یې لاړ شي نو دنیا پرې توره شپه شي.

بهاوالدین وايي "یوازې زه په نشو نه یم اخته، دلته ډېر خلک په اخته دی، ښځې او ماشومان هم په اخته دي، ډېر بدبخته عمل دی، ژوند مو ورسره تریخ دی".

دغه پخوانی معتاد چې پخوا یې ایران او نورو هېوادونو ته خلک په قاچاقي ډول بېول اوس بېکار دی او له اقتصادي ستونزو سر ټکوي.

د غزني اوسېدونکي په دغه ولایت کې ورځ تر بلې د معتادینو پر زیاتوالي اندېښمن دي او له حکومت څخه غوښتنه لري چې په نشو اخته کسانو د درملنې او کار غم وخوري.
XS
SM
MD
LG