د لاس رسي وړ اتصالات

یو شاعر چې ادعا کوي معتاد نه دی خو په زوره یې بستر کړی


یو شاعر چې ادعا کوي معتاد نه دی خو په زوره یې بستر کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

عبدالخالق چې په جهانګیر خان مشهور دی ادعا کوي چې په نشه يي توکو روږدی نه دی خو اړوندو مسئولینو د سړک له غاړې په زوره پورته کړی او د معتادینو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړی دی.


عبدالخالق چې په جهانګیر خان مشهور دی ادعا کوي چې په نشه يي توکو روږدی نه دی خو اړوندو مسئولینو د سړک له غاړې په زوره پورته کړی او د معتادینو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړی دی.

عبدالخالق شعرونه هم وايي او د ابن سینا د معتادینو په زر بستریز مرکز کې یې د ډاکټرانو او د مرکز د کارکوونکو په چلند باندې هم څو انتقادي شعرونه لیکلي دي.

دی وايي "زه عمل نه لرم، رنګمال یم، لاسونه او کالي مې خیرن وو او زه یې موټر کې اچولی یم او راوستی یې یم".

خو د ابن سینا د معتادینو د زر بستریز مرکز مسئولین وايي چې نوموړی د سرک په غاړه له معتادینو سره ګډ ناست وو او له هغه ځای څخه روغتون لیږدول شوی دی.

د دغه مرکز رئيس احمد ظاهر سلطاني وايي "زموږ عسکر هیڅکله له کوره کوم کس نه دی راوستی، د سرک په غاړه د معتادینو له ځای څخه یې راوستی، هلته دې څه کول؟ همدا یو ځواب راته کړه، زه او ته خو د ډاکټر او خبریال په توګه هلته ځو، ته د څه لپاره راغلی وی او هلته ولاړ وې؟ څه دې غوښتل؟ نو چُپ پاتې کېږي. دومره نور کسان یې ولې نه راوستل چې ته یې راوستې، خو ته حتماً یا پلورونکی یې او یا دې مواد کارول".

ډاکټران وايي چې نوموړی به تر درملنې رخصت او بېرته کور ته ولېږدول شي.


XS
SM
MD
LG