د لاس رسي وړ اتصالات

شېرمحمد: په خپلو نشو ډېر شرمېږم


شېرمحمد: په خپلو نشو ډېر شرمېږم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د غزني اوسېدونکی شېرمحمد چې خپل کور ته نږدې نشه يي توکي کاروي، شاوخوا پنځه کاله کیږي کور ته نه دی تللی او نه یې هم د کورنۍ غړو پوښتنه کړې ده.


د غزني اوسېدونکی شېرمحمد چې خپل کور ته نږدې نشه يي توکي کاروي، خو شاوخوا پنځه کاله کیږي کورنۍ نه یې ده لیدلې او نه یې هم د کورنۍ غړو پوښتنه کړې ده.

دغه ۴۳ کلن معتاد چې په ایران کې په نشه يي‌توکو اخته شوی وایي چې هلته یې یو ملګري د دې لپاره تریاک ورکول چې د خپلو نشو لپاره شریک پیدا کړي.

هغه وايي نشو یې ژوند سخت کړی او آن واړه ماشومان یې هم د اعتیاد پیغور ورکوي.

شېرمحمد وایي "کوچني هلکان هم وايي چې دا پوډري دی، رښتیا هم وايي، زه ډېر شرمیږم، داسې یو ځای تللی وای، چې دا نشه مې پرې ایښې وای او یو کار مې شروع کړی وای".

شېرمحمد وايي تمه لري چې دولت یې په درملنه کې مرسته وکړي او هغه ته د یوې سالمې بوختیا زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG