د لاس رسي وړ اتصالات

له اعتیاد وروسته د نشه یي توکو پر ضد شاعري


له اعتیاد وروسته د نشه یي توکو پر ضد شاعري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

۳۲ کلن احمدضیا ستمدیده چې د خپل عمر پنځلس کلونه یې په اعتیاد کې تېر کړي، وايي وروسته له هغه یې د نشه يي توکو پر ضد شاعري پیل کړه چې تر ستونې په نشو کې ډوب شوی وو.


۳۲ کلن احمدضیا ستمدیده چې د خپل عمر پنځلس کلونه یې په اعتیاد کې تېر کړي، وايي وروسته له هغه یې د نشه يي توکو پر ضد شاعري پیل کړه چې تر ستونې په نشو کې ډوب شوی وو.

احمدضیا وايي په ایران کې د سختو او شاقه کارونو له امله لومړی په اپینو او وروسته په هیروینو روږدی شو.

هغه وايي‌ "چې کله مې پام شو چې په دغه بدبخت شي (هیروینو) کې ډوب شوی یم، نو زړه کې مې سوز پیدا شو او شعر او شاعري خپله راته راغله او پیل مې کړه".

احمدضیا وايي د نشه يي‌توکو ویجاړوونکو زیانونو شاعرۍ ته اړ کړی او اوس غواړي چې په خپلو شعرونو کې د دغو موادو زیانونه خلکو ته بیان کړي.

هغه په دري ژبه د نشه يي توکو پر ضد شعرونه وايي او په کې له نشو څخه د کرکې اظهار کوي.
XS
SM
MD
LG