د لاس رسي وړ اتصالات

رحمت الله ولې تر درملنې وروسته بیا په نشو اخته شو؟


رحمت الله ولې تر درملنې وروسته بیا په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د غزني اوسېدونکی رحمت الله چې له شاوخوا اتو کلونو راهیسې په نشو اخته دی، وايي چې یو ځل یې درمنله وکړه، خو بیا په نشو اخته شو.


د غزني اوسېدونکی رحمت الله چې له شاوخوا اتو کلونو راهیسې په نشو اخته دی، وايي چې یو ځل یې درمنله وکړه، خو بیا په نشو اخته شو.

هغه چې د پلار او ورور تر مړینې وروسته د کورنۍ مسئولیت هم ور د غاړې شوی، وايي چې کله یې له نشو لاس واخیست، ډېر نا ارامه وو.

رحت الله وايي " ډېر بد عمل دی، نشه مې په اعصابو کې وه چې هر څومره مې هڅه وکړه نشه مې هېڅ له ذهن څخه نه وتله، ماشومان مې وايي چې نشه مه کوه او ما به ورته ویل چې نشه زما په لاس کې نه ده، زه د نشې په لاس کې یم، تېر ژوند مې ډېر ارمان دی".

هغه وايي له خلکو سره ناستې پاستې ته یې ډېر زړه کیږي خو خلک یې نه خوښوي، ځکه هغه یو معتاد دی.

دغه ځوان معتاد وايي بیا یې هوډ کړی چې د تل لپاره له نشو لاس واخلي او بېرته خپل عادي ژوند ته وګرځي.

XS
SM
MD
LG