د لاس رسي وړ اتصالات

محمد داوود: د نشو له امله خلک ښه چلند نه راسره کوي


محمد داوود: د نشو له امله خلک ښه چلند نه راسره کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د پکتیکا اوسېدونکی محمد داوود وايي یو وخت د پولیسو په لیکو کې وو چې هلته یې د ډېرو ستونزو او اندېښنو له امله نشه يي توکو ته مخه کړه.


د پکتیکا اوسېدونکی محمد داوود وايي یو وخت د پولیسو په لیکو کې وو چې هلته یې د ډېرو ستونزو او اندېښنو له امله نشه يي توکو ته مخه کړه.

هغه چې دا مهال په غزني کې له نورو معتادینو سره شپې سبا کوي، وايي چې پر خپل دې کار سخت پښېمان دی او هیله لري چې یو ورځ خپله درملنه وکړي.

محمد داوود وايي "تر دوولسم ټولګي مې مکتب ویلی، په پاکستان کې مې اردو، انګلیسي او عربي هم لوستې، خلک اوس ښه چلند نه راسره کوي، چې هر ځای لاړ شو وايي دلته مه راځئ، اخر موږ هم انسانان یو".

هغه له دولت څخه غواړي چې د ده او نورو معتادو ځوانانو د درمنلې غم وخوري، که نه د معتادینو شمېر به تر دې هم زیات شي.
XS
SM
MD
LG