د لاس رسي وړ اتصالات

هغه معتاد چې نشه يي‌توکي هم پلوري


هغه معتاد چې نشه يي‌توکي هم پلوري
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

په نشه يي‌موادو روږدی احمد د کابل پر واټونو پر نورو معتادینو نشه يي توکي پلوري او له همدې لارې خپل ژوند چلوي.


په نشه يي‌موادو روږدی احمد د کابل پر واټونو پر نورو معتادینو نشه يي توکي پلوري او له همدې لارې خپل ژوند چلوي.

هغه چې کلونه وړاندې په ایران کې په نشه يي‌توکو اخته شوی دی وايي افغانستان ته له راستنېدو وروسته یې بېلا بېلو نشه يي توکو څکولو ته مخه کړه.

احمد وايي "زه پوډر او چرس وهم، دلته مواد راوړي زه یې بیا پر نورو خرڅوم او خپل عمل پوره کوم".

د کابل په ګډون په بېلا بېلو ښارونو کې نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو د زیاتوالي لوی لامل بلل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه یې په لومړیتوبونو کې راځي او یوازې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې یې تر ۵۰۰ زیات هغه کسان چې د نشه يي‌موادو په کاروبار کې دخیل ول، نیولي دي.
XS
SM
MD
LG