د لاس رسي وړ اتصالات

یو معتاد چې لس ځله یې درملنه شوې، بیا په نشو اخته شوی


یو معتاد چې لس ځله یې درملنه شوې، بیا په نشو اخته شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

په خوست کې په نشه يي توکو اخته یو معتاد وايي چې د نشو له امله یې خپله کورنۍ خوشې کړې او بې سرپرسته پاتې ده.


په خوست کې په نشه يي توکو اخته یو معتاد وايي چې د نشو له امله یې خپله کورنۍ خوشې کړې او بې سرپرسته پاتې ده.

عبدالحفیظ چې شاوخوا دوولس کاله مخکې په نشو شوی، اوس پر خپله دې کار پښېمان دی او له نورو خلکو غواړي‌چې له نشه يي توکو څخه ځان وساتي.

دغه ۳۸ کلن معتاد چې د کابل اوسېدونکی دی، شاوخوا دوولسو کاله مخکې په نشه يي توکو روږدی شوی او د دريو مياشتو راهيسې په خوست کې د معتادينو د درملنې په روغتون کې بستر دی.

هغه وايي، چې له ډېرې مودې راهيسې يې له خپلې کورنۍ سره اړيکه پرې شوې، ماشومان او مېرمن يې پلارګنۍ کره اوسېږي.

دی زياتوي چې په لاس ورغلو پیسو به يې نشه يي مواد اخيستل او د کورنۍ لګښت يې نه شو ورکولای. هغه وايي چې له روغتون نه تر وتلو وروسته يې شپه يو او بل ځای وي.

عبدالحفيظ وايي "په کور کې چې لږه جګړه راتله، ښار ته به لاړم، بيا به په دې عمل واوښتوم. بيا له کور نه تښتېدم. اوس مې بچيان همدغسې پاتې دي، مېرمن مې پاتې ده. زه خپله در په در يم".

عبدالحفيظ وايي، پنځه ماشومان لري چې څلور يې ښوونځي ته ځي او هيله من دی چې هغوی د نشه يي توکو له کارولو څخه لېرې ژوند ولري او روښانه راتلونکی یې په برخه شي.

هغه په وروستيو څو کلونو کې د کابل، ننګرهار او خوست ولايتونو د معتادينو د درملنې په روغتونونو کې لس ځلې تداوي شوی، خو له روغتون څخه تر وتلو وروسته يې د بې کارۍ له امله بيا د مخدره موادو کارونې ته مخه کړې.

عبدالحفيظ له دولت څخه غواړي، چې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي، ځکه د ده په وينا دا د اعتياد کچې په کنترول او مخنيوي کې خورا ډېره مرسته کولای شي.
XS
SM
MD
LG