د لاس رسي وړ اتصالات

فواد: نشې پرېښودل سخت کار دی خو ناشونی نه دی


فواد: نشې پرېښودل سخت کار دی خو ناشونی نه دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

۲۸ کلن فواد چې له شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې په نشه يي توکو اخته وو، د کابل په ابن سینا روغتون کې تر درملنې وروسته اوس روغ شوی دی.


۲۸ کلن فواد چې له شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې په نشه يي توکو اخته وو، د کابل په ابن سینا روغتون کې تر درملنې وروسته اوس روغ شوی دی.

هغه اوس په همدې روغتون کې له نورو معتادینو سره مرسته کوي چې له نشو لاس واخلي او بېرته عادي ژوند ته وګرځي.

فواد وايي "شروع یې له سګرېټو او چرسوو نه شوه، وروسته په کې هیرویین او شیشه شول، چې یو ځل په نشو اخته شوې بیا ستونزمنه ده چې ځان وساتې خو خوشې کول یې همت غواړي".

هغه وايي د پوډرو او نورو نشو حمله راځي چې باید ویې کړې، خو که سړی ورسره مبارزه وکړي او اراده ولري نو نشې پرېښودلی شي.

فواد چې لوړې زده کړې یې هم کړي وايي ځوانان دې له نشو ځان لرې وساتي او په لوی لاس دې خپل خوږ ژوند نه تبا کوي.
XS
SM
MD
LG