د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نعیم: له شرمه کور ته نه ځم


محمد نعیم: له شرمه کور ته نه ځم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

په نشو روږدی محمد نعیم چې د پروان اوسېدونکی دی او له شپږو کالو را په دې خوا نشه يي توکي کاروي، وایي له شرمه خپل کور ته نه شي تلی.


په نشو روږدی محمد نعیم چې د پروان اوسېدونکی دی او له شپږو کالو را په دې خوا نشه يي توکي کاروي، وایي له شرمه خپل کور ته نه شي تلی.

دغه معتاد چې درې بچیان هم لري د نشه يي توکو د اخیستو او ژوند تېرولو لپاره سګرېټ او لیټر پلوري.

محمد نعیم وایي " شیشه او هیرویین څکوم، د پیسو لپاره یې کار کوم، سګرېټ خرڅوم، لېټر خرڅوم، د دورځې دوه یا درې پوړۍ مصرفوم”.

هغه چې د کابل پر واټونو شپې سبا کوي وايي ډېر وخت وشو چې کور ته نه دی تللی، ځکه شرمیږي او له خپلو بچیانو سره نه شي مخ کېدلی.

XS
SM
MD
LG