د لاس رسي وړ اتصالات

خیرالله: د سخت کار له امله په نشو اخته شوم


خیرالله: د سخت کار له امله په نشو اخته شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د غزني اوسېدونکی خیرالله وايي په ایران کې به یې د سخت کار له امله بدن درد کاوه او کله چې یې ملګرو د ارامۍ لپاره تریاک ورکړل پرې معتاد شو.


د غزني اوسېدونکی خیرالله وايي په ایران کې به یې د سخت کار له امله بدن درد کاوه او کله چې یې ملګرو د ارامۍ لپاره تریاک ورکړل پرې معتاد شو.

هغه چې تر اوسه یې د خپلې درملنې هیڅ هڅه نه ده کړې وايي نه پوهېدی چې د تریاکو کارول به یې معتاد کړي.

هغه وايي " یوه ورځ مې یو موټر وزنداره ډبرې کښته کړې نو ما ملګري ته ویل کومه ورځ چې سخت کار وکړم بیا مې بدن درد کوي هغه ویل زه به په کوټه کې داسې شی درکړم چې درد به دي ورک شي او په کار به نه پوهېږې، رښتیا هم چې کله مې وڅکول په کار خبر هم نه وم. اول مې په یوازې د پنجشنبې په ورځ څکول خو وروسته مې هره ورځ او اخر مې په ورځ کې څو ځله وهل ترڅو چې معتاد شوم"

هغه په غزني ښار کې پر کثافاتو اوسپنې او پلاستیکونه ټولوي، چې له خرڅولو وروسته یې په پیسو نشه يي توکي اخلي.


XS
SM
MD
LG