د لاس رسي وړ اتصالات

ځوان او معتاد او پر زړه یې د مور د مړینې درد


ځوان او معتاد او پر زړه یې د مور د مړینې درد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

د ننګرهار کې د معتادینو د درملنې په روغتون کې هغه ځوان هم بستر دی چې وايي مور یې د ده د اعتیاد له لاسه خپه وه او بلاخره د زړه د حملې له امله مړه شوه.


د ننګرهار کې د معتادینو د درملنې په روغتون کې هغه ځوان هم بستر دی چې وايي مور یې د ده د اعتیاد له لاسه خپه وه او بلاخره د زړه د حملې له امله مړه شوه.

پنځه دېرش کلن فیصل د لغمان اوسېدنکی دی او له تېرو دریو کلونو راهیسې په نشه يي توکو معتاد شوی دی.

دی وايي له ډېرو کلونو راهیسې موټر چلوونکی دی، یو زوی او دوه لورګانې هم لري، لومړی په ټابلیټ کا او وروسته د شیشې په څکلو راوښتلی دی.

هغه وايي "زه له ملګرو سره وم، هغوی لومړی په ټابلیټ راواړولم او بیا کابل ته لاړو په یو واده کې مې شیشه وڅکله بس له هغې پس معتاد شو او تر اوسه یم".

دی وايي تېر کال یې د نشې په حالت کې د کور له غړو سره تریخ بحث وکړ او په همدې شېبه کې یې په مور قلبې حمله راغله او مړه شوه.

فیصل وايي "زما مور په بي بي زینب لېسه کې معلمه وه، یوه ورځ مې کور کې جنګ وکړ او زما پلار ماته وویل چې د موټر کیلي راکړه او ځه له کوره وځه نو په دې وخت کې زما مور باندې د زړه حمله راغله او هغه مړه شوه. زه اوس سخت زورېږم ځکه زما مور زما له غمه له دې دنیا لاړله. زه به نور کله هم نشې ونه کړم".

هغه چې اوس یې صحت په ښه کېدو دی، خو د مور د مړینې درد به یې همېښه په زړه کې پاتې شي او کلک هوډ یې کړی دی چې بیا به نشه يي توکي ونه کاروي.

XS
SM
MD
LG