د لاس رسي وړ اتصالات

ګل جان: نشو مې ژوند له کړاوونو ډک کړی


ګل جان: نشو مې ژوند له کړاوونو ډک کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:14 0:00

د غزني اوسېدونکی ګل جان چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې په نشو اخته دی وایي چې له ډېرې بې وزلۍ څخه یې خپله مېرمن او ماشومان د خسر کور ته لېږلي.


د غزني اوسېدونکی ګل جان چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې په نشو اخته دی وایي چې له ډېرې بې وزلۍ څخه یې خپله مېرمن او ماشومان د خسر کور ته لېږلي.

هغه چې تر نهم ټولګي یې زده کړې کړي وايي ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو خو هلته یې خپلو ملګرو په نشو اخته کړ.

ګل جان وايي "د هغو خلکو هم اوس احتیاج شوی یم چې له معتادۍ مخکې ما ته احتیاج وو، هغه وخت به ما په دوی پسې خندل اوس دوی په ما پسې خاندي، ما ۹ صنفه ښوونځی لوستی دی، که څوک وغواړي ما بستر کړي زه حاضر یم چې ځان بستر کړم".

هغه وايي که مرسته ورسره وشي نو له نشه يي توکو به لاس واخلي او د یو کار په پیلولو سره به خپل عادي ژوند ته وګرځي.
XS
SM
MD
LG