د لاس رسي وړ اتصالات

نذیر احمد: نشو رانه هر څه واخیستل


نذیر احمد: نشو رانه هر څه واخیستل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په مخدره موادو معتاد نذیر احمد چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له شاوخوا دوولسو کلونو راهیسې په نشو اخته دی، وايي مخکې له دې چې معتاد شي ډېر ښه او هوسا ژوند یې درلود.


په مخدره موادو معتاد نذیر احمد چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له شاوخوا دوولسو کلونو راهیسې په نشو اخته دی، وايي مخکې له دې چې معتاد شي ډېر ښه او هوسا ژوند یې درلود.

دی وايي په افغانستان او ایران کې یې د ودانیو د جوړولو ټیکه‌داري کوله او په خپل کلي کې هیچا د هغه په څېر ژوند نه درلود خو نشه يي توکو ترې هرڅه واخیستل.

هغه وايي "پیل یې داسې و چې زه ایران ته لاړم، هلته مې کار کاوه او له ملګرو سره کله یوې خوا او کله بلې خوا تلم، ساعت به مو تېراوه، یوه ورځ مې یو دود اپین وڅکول او بیا مې تر اتو کلونو وڅکول خو یو وخت راغی چې اپینو به نه نشه کولم، پوډر مې وڅکول ومې‌لیدل چې ډېر په اسانه یې نشه کړم، خو وروسته مې پام شو چې اپینو لږ زیان رساوه خو د پوډرو زیان ډېر زیات دی، لنډه دا چې که یو کس معتادېږي دا به ښه وي چې ځان ووژني خو په دې لاره لاړ نشي، ځکه چې په دې سره یو معتاد زرګونه نور کسان له ځان سره وژني، خپله کورنۍ، وژنې، خپل حیا، عزت او هرڅه چې لري ټول پلوري".

نذیر احمد وايي واده یې کړی او درې ماشومان لري خو اوس ترې هیڅ خبر نه دی چې په کوم حالت کې دي.

دی چې اوس د ابن سینا د معتادینو د درملنې زر بستریز مرکز کې بستر دی غواړي له درملنې وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

نذیر احمد وايي "له دې ځای څخه چې ووتم نور یې نه څکوم، نور مې بس دي، ځکه چې ډېرې بدې ورځې مې ولیدلې، په لغتو ووهل شوم، که یو کس سره یوه مړۍ ډوډۍ وي هغه سپي ته اچوي خو موږ په سوټي وهي، بس مې دي نور بس دی، یوازې دا هیله لرم چې یو ځل خپلو ماشومانو څنګ ته لاړ شم او ورته ووایم چې نور مې بس دي".

هغه له خپلې کورنۍ او خپلوانو څخه بخښنه غواړي او له هغوی څخه د همکارۍ غوښتنه کوي ترڅو د نشه يي توکو په پرېښودلو کې ورسره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG