د لاس رسي وړ اتصالات

ولي خان: د کورنۍ نه پاملرنې په نشو اخته کړم


ولي خان: د کورنۍ نه پاملرنې په نشو اخته کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

په پکتيا کې په نشه يي توکو يو روږدی کس وايي،‌ له دې کبله چې مور او پلار يې پاملرنه نه ورته کوله، په نشه يي موادو روږدی شو.


په پکتيا کې په نشه يي توکو يو روږدی کس وايي،‌ له دې کبله چې مور او پلار يې پاملرنه نه ورته کوله، په نشه يي موادو روږدی شو.

دی له ميندو او پلرونو غواړي چې د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي په خاطر يې سمه پالنه او روزنه وکړي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی ولي خان چې د کم عمر و،‌ د مهاجرت پرمهال په پاکستان کې په نشه يي توکو روږدی شوی او اوس مهال د ځينو نورو توکو ترڅنګ شېشه څکوي.

ولي خان وايي، له دې کبله چې مور او پلار يې سمه پالنه او روزنه ونشوای کړای، په نشه يي توکو روږدی شو، دی زياتوي چې له همدې امله يې تر اوسه واده هم نه دی کړی.

هغه وايي "ورونو، مور او پلار به پر موږ پام نه کولو. داسې به يې نه ويل چې دا شی مه وهه، دا مه کوه، دا تاواني دی، اوس نور هم غرق شوو. له روزګار نه ولوېدو، له تربور نه ولوېدو، له يار دوست نه ولوېدو، چې ښه سړی وي موږ ته صحيح پام نه کوي، وايي چې عملي دی، پوډري دی".

ولي خان وايي، چې د نشه يي توکو لګښت يې ورور ورته له بهر نه راليږي، خو زياتوي چې له دې حالت نه تنګ شوی او غواړي د روږدو کسانو په روغتون کې تداوي شي.

دی څه موده مخکې په ياد روغتون کې تداوي‌شوی هم و،‌خو وايي چې ملګرو بيا پرې اخته کړ.

په نشه يي توکو روږدی دغه ځوان وايي،‌په ځينې مواردو کې چې شېشه او نور پوډر ورته ونه رسيږي،‌له هغو درملو استفاده کوي، چې ډېر نشه راوړوونکي دي.
XS
SM
MD
LG