د لاس رسي وړ اتصالات

محب الله تر درملنې وروسته د بېکارۍ له امله بیا په نشو اخته شوی


محب الله تر درملنې وروسته د بېکارۍ له امله بیا په نشو اخته شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د غزني اوسېدونکی محب الله چې شاوخوا ۱۲ کاله کیږي په نشه يي توکو اخته دی، وايي هغه مهال یې نشو ته مخه کړه چې په ایران کې یې مزدوري او سخت کارونه کول.


د غزني اوسېدونکی محب الله چې شاوخوا ۱۲ کاله کیږي په نشه يي توکو اخته دی، وايي هغه مهال یې نشو ته مخه کړه چې په ایران کې یې مزدوري او سخت کارونه کول.

هغه وايي د دې لپاره چې ډېرې پیسې وګټي، ډېر کار یې کاوه او له همدې امله یې د تریاکو او نورو موادو نشې کولې.

محب الله وايي " په کابل کې مې یو ځل تداوي وکړه خو بېرته پرې راوګرځېدم، ځکه په کور کې مې له ورونو سره مشکلات ول، تر دوولسم ټولګي مې زده کړې کړې دي، دولت باید هغه کسان چې بېکاره دي د کار زمینه ورته برابره کړي، په ښارواليو او نورو ځایونو کې یې جذب کړي تر څو له دې لارې دوی کورنۍ ته حلاله رزوي پیدا کړي او د دوی ژوند مخته لاړ شي، دا به ډېره بهتره لار وي".

محب الله وايي ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله په نشو اخته کیږي او هغه چې درملنه یې وشي خو کار ورته پیدا نه شي یو ځل بیا نشو ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG