د لاس رسي وړ اتصالات

محمد عارف: د بې کارۍ له امله بیا په نشو اخته شوم


محمد عارف: د بې کارۍ له امله بیا په نشو اخته شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د غزني اوسېدونکی محمد عارف چې په ایران کې په نشه يي توکو اخته شوی دی وايي چې هېواد ته له راتګ وروسته یې د دریو کلونو لپاره له نشو لاس اخیستی وو، خو د بې کارۍ له امله یې بیا نشو ته مخه کړه.


د غزني اوسېدونکی محمد عارف چې په ایران کې په نشه يي توکو اخته شوی دی وايي چې هېواد ته له راتګ وروسته یې د دریو کلونو لپاره له نشو لاس اخیستی وو، خو د بې کارۍ له امله یې بیا نشو ته مخه کړه.

هغه وايي کله چې کار نه وي، سالمه بوختیا نه وي ډېری کسان په نشو اخته کیږي.

عارف وايي "که کار او روزګار مې درلودی، زه به ولې دلته اوس د معتادینو سره په کنده کې ناست وای. که ما ته کار پیدا شي اوس هم غواړم نشه پرېږدم ځکه وینه به مې جریان وي، پام به مې غلط وي او یو مسئولیت به را له غاړې وي، دلته ټول معتادین د بې کارۍ له امله نشه کوي که کار ورته پیدا شي زه وایم هېڅوک به مخدراتو ته مخه نه کړي، واده مې عشقي کړی خو داسې حالت ته راغلی یم چې له مېرمنې، مور او پلار له ټولو څخه بېزاره شوی یم".

په نشو اخته دغه ځوان هیله لري چې له کار موندلو وروسته به له نشو لاس اخلي او یو ځل بیا به له خپلې کورنۍ سره یو ځای عادي ژوند پیلوي.

XS
SM
MD
LG