د لاس رسي وړ اتصالات

احمد: د نشو له امله مې د واده ارمان نه پوره کیږي


احمد: د نشو له امله مې د واده ارمان نه پوره کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

د غزني اوسېدونکی احمد شاوخوا لس کاله کېږي چې په نشه يي توکو اخته دی او له همدې امله یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی.


د غزني اوسېدونکی احمد شاوخوا لس کاله کېږي چې په نشه يي توکو اخته دی او له همدې امله یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی.

هغه وایي دا ارمان لري چې واده وکړي خو د فقر او اعتیاد له امله نه شي کولای خپله دغه هیله پوره کړي.

احمد وايي وایي ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو خو هلته یې له ملګرو سره نشو ته مخه کړه.

دغه معتاد چې په غزني ښار کې له نورو معتادینو سره شپې سبا کوي وايي "ملګري مې ول، دوی سره به مې د جمعې شپه بانډار کاوه نو تریاک به یې څکول، ما ته به یې هم ویل دا یو دود ونیسه، ما هم وڅکول او معتاد شوم، دا داسې شی دی چې بیا سړي ته ونه رسېږي د سړي بدن درد کوي".

په غزني کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په نشو د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی.

د دغه ښار اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې د معتادینو د درملنې غم وخوري او له لارو کوڅو یې روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.
XS
SM
MD
LG