د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې معتادي مور خاوند او ورور هم په نشو اخته دي


د یوې معتادي مور خاوند او ورور هم په نشو اخته دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د غزني اوسېدونکې رقیه وايي وروسته له هغه چې یوه لور یې مړه شوه نو خوب یې ورک شو او خاوند یې د دې لپاره چې خوب ورشي پوډر ورکول.


د غزني اوسېدونکې رقیه وايي وروسته له هغه چې یوه لور یې مړه شوه نو خوب یې ورک شو او خاوند یې د دې لپاره چې خوب ورشي پوډر ورکول.

هغه چې یوه بله ماشومه لور هم لري وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ژوند تېرولو لپاره هیڅ هم نه لري.

رقیه وايي وايي "زه چې نشه کوم دغه ماشومه مې په بله کوټه کې ویدوم، په کور کې هیڅ شی نه لرو، په دې یخ کې په یخه کوټه کې ویده کیږو، دغه ماشومامه په پلاستیک کې تړم چې یخ یې ونه شي".

د رقیې خاوند عبدالعلیم بیا هغه مهال په نشو اخته شو چې ایران ته د کار لپاره تللی وو.

هغه وایي په سل متره ژورو څاګانو کې به یې کار کوه او کله چې به تریاک ورسره نه وو، نو کار یې نه شوای کولای.

د رقیې له کړاوونو داستان دلته نه ختمیږي، د هغې یو ځوان ورور فضل هم په نشو اخته دی.

فضل وايي غزني ښار ته د درملنې لپاره راغلی خو لا یې په روغتون کې ځای نه دی موندلی.
XS
SM
MD
LG