د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: د معتادو کورنیو پر زیاتوالي د خلکو اندېښنې


غزني: د معتادو کورنیو پر زیاتوالي د خلکو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

په غزني کې د معتادینو د درملنې روغتون مسئولین وايي چې په دغه ښار کې یې نږدې ۱۵۰۰ داسې کورنۍ ثبت کړي چې ډېری غړي یې په نشه يي توکو اخته دي.


په غزني کې د معتادینو د درملنې روغتون مسئولین وايي چې په دغه ښار کې یې نږدې ۱۵۰۰ داسې کورنۍ ثبت کړي چې ډېری غړي یې په نشه يي توکو اخته دي.

د دې روغتون مسئول ډاکټر عصمت الله وايي چې په دې کې یې د ځنیو معتادینو درملنه په غزني کې کړې او ځینې یې د درملنې لپاره کابل ته لېږلي دي.

هغه وايي " په غزني کې تقریبا موږ ۱۵۰۰ سوه کورنۍ بررسي کړې دي او زموږ تر پوښښ لاندې دي چې د کورنۍ اکثره غړي یې په مواد مخدر مبتلا دي، دا کورنۍ ډېری په زاړه ښار سیمه او د ښار په نورو څنډو کې مېشت دي."

د غزني اوسېدونکي په دغه ولایت کې په نشو د اخته کسانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دي او وايي که یې غم ونه خوړل شي نو شمېر به یې تر دې هم زیات شي.

مدني فعال محمد کامران وايي چې د معتادینو دومره زیات شمېر ټولنې ته ستونزې جوړوي، چې دولت یې باید د درملنې لپاره لاس په کار شي.

ځايي خلک وايي په دې وروسیتو کې غزنې ښار ته د زابل، میدان وردګو، پکتیکا او نورو سیمو څخه هم زیات شمېر معتادین راغلي دي.
XS
SM
MD
LG