د لاس رسي وړ اتصالات

پر نویو زېږېدلو ماشومانو د مېندو د نشې بدې اغیزې


پر نویو زېږېدلو ماشومانو د مېندو د نشې بدې اغیزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

ډاکټرانې وايي هغه مېندې چې د حاملګۍ پر مهال نشه يي توکي کاروي، نه یوازې خپله د زېږون پر مهال پېچلتیاوې پیدا کوي بلکې ماشومان یې هم جسمي او ذهني نیمګړتیاوې لري.


ډاکټرانې وايي هغه مېندې چې د حاملګۍ پر مهال نشه يي توکي کاروي، نه یوازې خپله د زېږون پر مهال پېچلتیاوې پیدا کوي بلکې ماشومان یې هم جسمي او ذهني نیمګړتیاوې لري.

په کابل کې د رابعه بلخي روغتون د ښځینه ناروغیو ډاکټره لطیفه وردګ وايي د حاملګۍ پر مهال نشه يي توکي مور او ماشوم دواړو ته روغتیايي ستونزې جوړوي، چې درملنه یې کلونه اخلي.

هغه وايي "هغه مېندې چې مخدره مواد استعمالوي خطرناکې پایلې لري، ځکه کوم لکه سګرېټ، تریاک، مورفین او داسې نور، د حمل په وخت کې مور ته ډېر زیان رسوي او د مور پر عصبي، عقلي او په ټوله کې د مور پر ټول سیسټم باندې بدې اغیزې کوي".

ډاکټرانې وايي چې د حاملګۍ پر مهال د نشه يي توکو کارول د دې لامل کیږي چې جنین روږدی شي، او هغه ته د حافظې ستونزې او د زړه ناروغۍ پیدا کړي.

دوی وايي چې مېندې باید له هر ډول نشه يي توکو ځان وساتي، چې هم خپله ښه روغتیا ولري او هم یې ماشوم په سالم ډول ژوند پېل کړي.

XS
SM
MD
LG