د لاس رسي وړ اتصالات

د اعتیاد د مخنیوي لپاره د مخدراتو د اصلي سرچینو پر وچولو د معتادینو ټینګار


د اعتیاد د مخنیوي لپاره د مخدراتو د اصلي سرچینو پر وچولو د معتادینو ټینګار
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

د نشه يي توکو یو شمېر معتادین وايي د اعتیاد د له منځه وړلو لپاره باید د نشه يي توکو اصلي سرچینې وچې شي او تر هغې چې لوی قاچاقبر او کاروباریان ونه نیول شي دغه ستونزه نه ختمېږي.


د نشه يي توکو یو شمېر معتادین وايي د اعتیاد د له منځه وړلو لپاره باید د نشه يي توکو اصلي سرچینې وچې شي او تر هغې چې لوی قاچاقبر او کاروباریان ونه نیول شي دغه ستونزه نه ختمېږي.

حمزه چې له شاوخو یو نیم کال راهیسې په هیرویینو اخته دی او اوس د جنګلک د معتادینو د درملنې په ۲۵۰بستریز مرکز کې تر درملنه لاندې دی وايي که حکومت د نشه يي توکو د لویو کاروباریانو او پلورونکو مخه ونه نیسي د معتادینو درملنه هیڅ ګټه نلري او په شمیر کې به یې لا زیاتوالی راشي.

دی وايي "په کورنۍ کې مې یوه ستونزه درلوده لانجه مې وکړه یو ملګري ته مې یې کیسه وکړه، هغه راته وویل دې پسې مه ګرځه راځه چې زه دې اعصاب ارامه کړم، یو ځای ته یې بوتلم د شلو روپیو پوډر یې واخیستل او زما اعصاب یې ارامه کړل، ۲۴ ساعته وروسته بیا ورپسې لاړم او همداسې معتاد شوم، له حکومت څخه غوښتنه لرم چې خپل اداري فساد کم کړي اصلي قاچاقبران ونیسي ترهغې چې له دې لارې یې مخه ونه نیسي، که په روغتونونو کې لسګونه زره معتادین تداوي کړي بېرته ورباندې اخته کېږي. یو کس که مخدره موادو ته اړتیا ولري په شلو روپیو یې رانیسي، له حوزې نه چې پولیس راځي اصلي کس پرېږدي او شاګرد یې نیسي. که اصلي قاچاقبران ونه نیسي په راتلونکو لسو کلونو کې به زموږ ۹۰ سلنه خلک په دې ناروغۍ اخته شي".

حمزه وايي دا یې لومړی ځل دی چې له نشه يي توکو څخه د ژغورنې لپاره یې په روغتون کې ځان بستر کړی دی خو له روغتون څخه بهر د کابل په هره سیمه کې نشه يي توکي په اسانه او ارزانه بیه پیدا کېږي او له دې ویره لري چې له روغتون څخه له وتلو وروسته بیا ورباندې اخته نه شي.
XS
SM
MD
LG