د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د پولیسو له ناوړه چلند څخه د معتادینو شکایت


په پکتیا کې د پولیسو له ناوړه چلند څخه د معتادینو شکایت
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

په ګردېز کې په نشه يي توکو روږدي کسان د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکايت کوي، دوی تور لګوي چې پوليس يې نيسي، وهي يې او بيا ورباندې درانه کارونه کوي.


په ګردېز کې په نشه يي توکو روږدي کسان د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکايت کوي، دوی تور لګوي چې پوليس يې نيسي، وهي يې او بيا ورباندې درانه کارونه کوي.

دغه معتادین له دولت څخه غواړي چې د درملنې او کار کولو لپاره ورته زمينه مساعده کړي.

حاجي محمد چې شيشه او پوډر څکوي، وايي، د دې پرځای چې دولت يې د معتادينو روغتون ته ورمعرفي کړي، پوليس ورسره ناوړه چلند کوي.

هغه وايي "په زور باندې يو کار هم نه کيږي. موږ هم انسانان يو، پوښتنه دې وکړي، نه مو غلا کړې ده، نه مو نفر وژلی دی. دلته راشي، په کونداغو مو وهي، لمنې مو تړي".

په نشه يي توکو روږدو کسانو تر دې وړاندې هم د پوليسو له ناوړه چلند څخه شکايت کړی و، خو امنيتي مسئولینو تش ادعا بللې وه.

په نشه يي توکو روږدی سدوخان له حکومت څخه د درملنې لپاره د اسانتياوو غوښتنه کوي او وايي چې باید کاري فرصتونه ورته برابر شي.

هغه وايي "آخر موږ خو مسلمان يو، کافر خو نه يو. کاشکې دولت د تعمير منظوري نه ورکولای، دوی ته يې پيسې نه ورکولای، موږ به هم داوطلب کار ورته کړی و. پيسې دوی په جيب کې اچوي او کار په موږ کوي. که ته دولت يې، شفاء خانې ته مو بوزه".

د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران له روږدو سره د پوليسو ناوړه چلند نه تاييدوي، بلکې وايي له هغوی سره به د اړتيا وړ مرسته هم وکړي.

کامران وايي "کله چې هغوی نيسو او يا يې د درملنې لپاره روغتون ته وړو، نو طبعاً بيا مشکل جوړوي. دوی داسې فکر کوي چې پوليس له دوی سره جبر کوي. جبر نه کوي، بلکې دا له دوی سره نېکي ده".

که څه هم کره شمېر نشته، خو پکتيا کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسئولين وايي دا چې بې کاري او د فقر کچه ډېره ده، په نشو د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.
XS
SM
MD
LG