د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د معتادینو د درملنې هڅې


په کابل کې د معتادینو د درملنې هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

په کابل کې د معتادینو د درملنې ۴۰ بستریز مرکز چې په ۲۰۱۲ کې جوړ شوی په یو کال کې د ۳۶۰ ناروغانو د درمنلې ظرفیت لري.


په کابل کې د معتادینو د درملنې ۴۰ بستریز مرکز چې په ۲۰۱۲ کې جوړ شوی په یو کال کې د ۳۶۰ ناروغانو د درمنلې ظرفیت لري.

د دغه مرکز ټولنیز کارکوونکی نوید عابدزی وايي چې په دې مرکز کې په هر ډول مخدره موادو د اخته شویو کسانو درملنه په وړیا توګه کېږي.

هغه وايي "له بستر او تغذیې نه نیولې تر دوا، لباس، څښاک، پوښاک او تر تدواي او درملنې، تر هر څه پورې له دوی څخه هیڅ ډول پیسې نه اخیستل کېږي او تداوي یې وړیا ده".

عابدزی وايي د جسمي درملنې سربېره په دې مرکز کې د معتادینو رواني درملنه هم کېږي او د دې برخې متخصصین د انفرادي او ډله‌ییزو غونډو له لارې ناروغان بېرته عادي ژوند ته هڅوي.
XS
SM
MD
LG