د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د معتادینو پر زیاتوالي د خلکو اندېښنې


په پکتیا کې د معتادینو پر زیاتوالي د خلکو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

په پکتیا کې په نشو د اخته کسانو ورځ تر بلې زیاتوالي اندېښنې راپورته کړې دي، بېکاري او نشه يي‌توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل بلل کېږي چې ډېری کسان نشو ته مخه کړي.


په پکتیا کې په نشو د اخته کسانو ورځ تر بلې زیاتوالي اندېښنې راپورته کړې دي، بېکاري او نشه يي‌توکو ته اسانه لاسرسی د دې لامل بلل کېږي چې ډېری کسان نشو ته مخه کړي.

د پکتيا د مرکز ګردېز اوسېدونکی ۳۲ کلن محمد زمان د تېرو پنځو کلونو راهيسې په نشه يي توکو روږدی دی، هغه وايي چې لومړی يې چرس څکول، بيا يې شيشه يا کرېسټال او اوس پوډر کاروي.

محمد زمان وايي چې د نشه يي توکو د ترلاسه کولو لپاره په ګردېز ښار کې کباړ ټولي او بيا يې پلوري. ده د بې روزګارۍ له کبله مخدراتو ته پناه وړې، خو ژوند يې ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه وايي‌ "په بازار کې کباړ ټولم. د پيپسي او اوبو بوتلونه. تر مازديګر پورې د کور لپاره چای بوره هم وړم او کوښښ کوم چې د خپل ځان لپاره هم يو شی پيدا کړم".

که څه هم کره شمېر نشته، خو د پکتيا د اوسېدونکو اندېښنه دا ده، چې په دې ولايت کې په نشه يي موادو د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. عمده لاملونه يې بې روزکاري او مخدراتو ته لاسرسی بلل کېږي.

خلک وايي، چې اعتياد نه يواځې د يوه سړي ژوند تباه کوي، بلکې ټولنه هم د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له ډېرو نورو مختلفو اجتماعي مشکلاتو سره مخ کوي.
XS
SM
MD
LG