د لاس رسي وړ اتصالات

اندرابي: د ماینونو په چاودنو کې له معتادینو استفاده کېږي


اندرابي: د ماینونو په چاودنو کې له معتادینو استفاده کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، په کابل کې د ماینونو په چاودنو کې د مخدره توکو له معتادینو څخه هم استفاده کېږي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، په کابل کې د ماینونو په چاودنو کې د مخدره توکو له معتادینو څخه هم استفاده کېږي.

ښاغلی اندرابي وايي په تېرو درې میاشتو کې ۴۰۰ کسان په پلازمېنه کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په مهال نیول شوي چې په دوی کې یو شمېر معتادین هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزیر وايي "په کابل کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په تړاو ۴۰۰ کسان نیول شوي دي، زه دا تصدیقوم چې په ځینو مواردو کې له عادي خلکو حتی له معتادینو څخه هم استفاده شوې ده او ورته ویل شوي چې دا کڅوړه واخلئ او په ټکسي کې کښینئ او همالته یې کېږدئ، دا کار په پوهاوي او یا ناپوهي کې کېږي ځکه چې هدف نشته، یوازنی هدف د خلکو وېرول دي، هدف د یو قوت په توګه د طالبانو شتون دی چې کولی شي دلته بې‌باوري رامنځته کړي، نو له هرکس څخه د وسیلې په توګه استفاده کوي".

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په تېرو درې میاشتو کې په کابل کې د ماین چاودنې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او تر ډېره په کې دولتي مامورین په نښه کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو په اساس دا مهال په کابل کې اوه زره بې‌سرپناه معتادین حضور لري او د ښار په مختلفو سیمو کې دېره دي.
XS
SM
MD
LG