د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: ډېری معتادین تر درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي


ننګرهار: ډېری معتادین تر درملنې وروسته بیا نشو ته مخه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

په ننګرهار کې روغتیایي مسئولین وايي د نشه يي توکو اتیا سلنه معتادین تر درملنې ورسته بېرته نشو ته مخه کوي.


په ننګرهار کې روغتیایي مسئولین وايي د نشه يي توکو اتیا سلنه معتادین تر درملنې ورسته بېرته نشو ته مخه کوي.

بېکاري او د خلکو ناسم چلند نشو ته د معتادینو د بېرته ګرځېدو لوی لاملونه بلل کیږي، د ننګرهار په یو روغتون کې تر درملنه لاندې معتادین وايي که تر درملنې وروسته د کار زمینه ورته برابره شي، نو د تل لپاره به له نشو لاس واخلي.

په دغه ولایت کې کې د معتادینو د درملنې ۱۵۰ بستریز روغتون فعال دی چې په کې د هر ناروغ یوه نیمه میاشت تداوي کېږي.

په دغو ناروغانو کې یې ډېر یې څو وارې دلته بستر شوي، خو چې له روغتونه وتلي نو بیا ځلې یې نشو ته مخه کړې ده.

د ۳۱ کلن رحیم الله دا څلورم ځل دی چې په روغتون کې یې ځان بستر کړی او وايي دا ځل یې پخه اراده کړې ده چې له نشي توکو به توبه ګار شي.

هغه وايي "زما دا څلورم ځل دی چې دلته بستر کېږم، چې به بهر ووتلم نو ملګرو به بېرته نشه يي کړم. کار روزګار نه وو بس بیا به معتاد شوم. دا ځل مې قوي تصمیم نیولی دی چې نور به نشه ونه کړم او خپل کار به کوم".

که څه هم پخوا به دغو ناروغانو ته بېلابېل کسبونه هم ور زده کېدل او چې کله به فارغ شول نو ډېرو به یې کار روزګار کاوه، خو اوس دغه چاره نشته.

د دې روغتون مشر ډاکټر محمد سمین ستانکزی وايي له روغتونه د رخصت شویو کسانو د بیا معتادېدو کچه بیخي لوړه ده.

هغه وایي " هو دلته بیا اخته کېدل زیات دي، او دا ډېر لاملونه لري. موږ اوس له اتیا څخه تر نوي سلنې پورې داسې ناروغان لرو چې یو ځل یا څو ځل بستر شوي او بیا معتاد شوي. ځکه نه کار شته او نه هم د نشه يي توکو د پېر پلور کچه کمه شوې ده‌".

ننګرهار کې د ولایتي چارواکو د اټکل له مخې تر اتیا زره کسان په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي چې دا کچه ورځ تر بلې زیاتېږي.
XS
SM
MD
LG