د لاس رسي وړ اتصالات

له جلال اباد څخه کابل ته د معتادینو لېږد


له جلال اباد څخه کابل ته د معتادینو لېږد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

په ننګرهار کې په نشه يي توکو روږدي په سلګونه کسان کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول، مسئولین وايي په دغه ولایت کې د معتادینو ځانګړی ۱۵۰ بستریز روغتون د معتادینو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.


په ننګرهار کې په نشه يي توکو روږدي په سلګونه کسان کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول، مسئولین وايي په دغه ولایت کې د معتادینو ځانګړی ۱۵۰ بستریز روغتون د معتادینو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.

په نشه يي توکو اخته یو شمېر کسان د جلال اباد ښار له مختلفو واټونو راټول او کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي د عامې روغتيا ریاست او امنيه قوماندانۍ په ګډه له جلال اباد ښار څخه په نشه يي توکو روږدي ۱۴۹ کسان راټول کړي چې په کابل کې به د روږدو کسانو په روغتون کې تر درملنه لاندې وي.

هغه وايي "دا کسان چې د جلال اباد ښار له مختلفو سیمو څخه راټول شوي دي په دیارلسو کاسترو کې کابل ته ولېږدول شول چې هلته د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې به ۴۵ ورځې پاتې شي".

د جلال اباد سره سره په ولسوالیو کې هم ګڼ معتادین شته چې د درملنې غوښتونکي دي.

مسئولین وايي په ننګرهار کې د روږدو کسانو ۱۵۰ بستريز روغتون کې، نږدې ۳۰۰ معتادین تر درملنه لاندې دي، چې د دغه ولایت د معتادینو د شمېر په پرتله یې امکانات زیات کم دي. بې روزګاري، فقر او په ازاده توګه نشه يي توکو ته لاسرسی هغه څه دي چې له امله یې ورځ تر بلې په ننګرهار کې معتادین زیاتیږي.
XS
SM
MD
LG