د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د بې کارۍ له امله د معتادینو پر زیاتوالي اندېښنې

په پکتیا کې د بې کارۍ له امله د معتادینو پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

د پکتيا د لېرې پرتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري، چې د بې روزګارۍ له امله د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او که بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، دا د اعتياد کچې په کمېدو کې ډېره مرسته کوي.

په ټوله کې په نشه يي توکو د اخته کيدو لاملونه، فقر، بې سوادي او بې روزګاري بلل کيږي.

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، له دې کبله چې د بې روزګارۍ کچه لوړه ده، پر نشه يي توکو اعتياد مخ پر ډېرېدو دی.

د څمکني ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله څمکنی وايي"دا هر عمل د بې کارۍ نه مخته راځي، د څمکنيو ولسوالۍ اکثره ځوانان د بې کارۍ له لاسه نشه يي توکو او همداسې نورو بدو اعمالو ته لاس اچولی دی".

عام باور دا دی چې اعتياد په ټولنه کې د يو شمېر نورو ستونزو په رامنځته کيدو سربېره پر مختلفو جرمونو د ارتکاب لامل ګرځي.

د خلکو په وينا که حکومت هم د نشه يي موادو سرچينې له منځه يوسي او هم بې روزګارو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، دا د اعتياد په مخنيوي او کمښت کې اساسي رول ترسره کولای شي.

د ځينو غیر رسمي شمېرو له مخې په پکتيا کې لسګونه زره کسان پر مخدراتو روږدي دي.

د يو شمېر نورو لاملونه ترڅنګ بې روزګاري او نشه موادو ته اسانه لاسرسی د اعتياد عمده لامونه بلل کيږي.
XS
SM
MD
LG