د لاس رسي وړ اتصالات

محمد یوسف: که دولت کار راته پیدا کړي، نشې پرېږدم


محمد یوسف: که دولت کار راته پیدا کړي، نشې پرېږدم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

محمد یوسف چې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال په تریاکو اخته شوی، اوس د تریاکو تر څنګ شیشه او پوډر هم څکوي.


محمد یوسف چې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال په تریاکو اخته شوی، اوس د تریاکو تر څنګ شیشه او پوډر هم څکوي.

د میدان وردګو دغه ځوان معتاد له کورنۍ لرې په غزني کې له نورو معتادینو سره یو ځای شپې سبا کوي او وايي چې ژوند یې ډېر تریخ دی.

محمد یوسف وايي بېلا بېل کسبونه یې زده دي خو څوک باور نه پر کوي چې مرسته یې وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

هغه وايي "دلته ټول ځوانان د کسب او استعداد خاوندان دي، زما خپله د کارخانې، بنايي او موټرسایکل مستريتوب زده دي، دولت موږ له پامه غورځولي یو، دوی فکر کوي موږ قصدآ نه غواړو نشه پرېږدو بلکې حقیقت کې دا یو مرض دی".

په غزني کې په نشو د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي، چې د دې ولایت په ګډون د نورو سیمو اوسېدونکي هم په کې شته.
XS
SM
MD
LG