د لاس رسي وړ اتصالات

بهر ته د نشه‌یي‌ موادو د قاچاق په تور ۲۴ کسان نیول شوي


بهر ته د نشه‌یي‌ موادو د قاچاق په تور ۲۴ کسان نیول شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلي‌ او قضايي‌ مرکز وايي‌ چې د ۱۴۰۰ لمریز کال له پیل څخه تراوسه لسګونه کسان له افغانستان څخه بهر ته د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.


له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلي‌ او قضايي‌ مرکز وايي‌ چې د ۱۴۰۰ لمریز کال له پیل څخه تراوسه لسګونه کسان له افغانستان څخه بهر ته د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئیس او ویاند احمدخالد موحد وايي‌ چې دغه کسان د حامد کرزي‌ او بلخ ولایت په هوايي ډګرونو کې نیول شوي‌ دي.

موحد وايي "د روان لمریز کال له پیل څخه تراوسه په مجموعي توګه ۱۴ قضیې چې په کې ۲۴ شکمن کسان شامل دي‌ د حامد کرزي او بلخ له هوايي‌ ډګرونو څخه عدلي او قضايي‌ مرکز ته رسېدلې دي. دغو کسانو غوښتل چې هیرویین او چرس هند او متحده عربي اماراتو ته قاچاق کړي‌ چې له نیکه مرغه په هوايي‌ ډګرونو کې د موظفو پولیسو او د عدلي ‌او قضايي ‌مرکز څارنوال له خوا له ځنډ پرته نیول شوي او دوسیې یې د عدلي او قضايي‌ تعقیب لپاره مرکز ته استول شوي دي".

ښاغلی موحد وايي‌ چې د دغو کسانو دوسیې اوسمهال د عدلي‌ او قضايي مرکز په ځانګړې څارنوالۍ او محاکمو کې تر هر اړخیزو څیړنو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG