د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ګډه کومېټه


په غزني کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ګډه کومېټه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

په غزني کې د دې ولایت د مرستیالې هوسۍ اندړ په مشرۍ د دیني عالمانو، مدني ټولنو استازو او ځوانانو یوه ګډه کومېټه جوړه شوې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په هڅو کې همغږي رامنځته کړي.


په غزني کې د دې ولایت د مرستیالې هوسۍ اندړ په مشرۍ د دیني عالمانو، مدني ټولنو استازو او ځوانانو یوه ګډه کومېټه جوړه شوې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په هڅو کې همغږي رامنځته کړي.

د معتادینو د ستونزو اوارول، هغوی ته روغتیايي خدمات رسول او د نشه يي توکو د خرڅلاو مرکزونه له منځه وړل د دې کومیټې له مهمو کارونو څخه دي.

د کومیټې یو غړی مدني فعال برات خان حلیم وايي چې دا یوه لس کسیزه کومېټه ده چې د بېلا بېلو ادارو استازي په کې شامل دي.

هغه وایي "دوی ته مو دا طرحه ورکړه چې د معتادینو د روغتیا تر څنګ هغوی ته حرفوي زده کړې ورکړي، معتادین چې له روغتونونو څخه فارغېږي دوی ته د کار زمینه برابره کړي چې بیا په نشو اخته نه شي، له دې لارې به که ټولو ستونزو ته ونه رسیږو، لږ تر لږه تر یوه حده به موثر یو".

په غزني کې نه یوازې د دې ولایت بلکې د نورو سیمو معتادین هم ورځ تر بلې ډېریږي، چې د خلکو اندېښنې یې راپورته کړي دي.


XS
SM
MD
LG