د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټران وايي د تنباکو کارول په نشو د اخته کېدو لومړی ګام دی


ډاکټران وايي د تنباکو کارول په نشو د اخته کېدو لومړی ګام دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

ډاکټران وايي چې د پان، نسوارو او سګریټو په څېر دخانیاتو څخه استفاده کول په مخدره موادو د اخته کېدو لومړی ګام دی.


ډاکټران وايي چې د پان، نسوارو او سګریټو په څېر دخانیاتو څخه استفاده کول په مخدره موادو د اخته کېدو لومړی ګام دی.

د میوند هوشمند په نوم یو افغان ځوان چې د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې د روغتیايي سلاکار په توګه کار کوي په کابل کې د دخانیاتو په ضد کمپاین پیل کړی دی.

هغه وايي دغه کمپاین یې وروسته له هغې پیل کړ کله چې یې د ښوونځي تنکي ځوانان د پان د کارولو پر مهال ولیدل.

میوند هوشمند وايي "هلته زه متوجې شوم چې په خواشینۍ سره تنکیو ځوانانو د دغو موادو استفادې ته مخه کړې ده او کله چې بهر وتلم او وظیفې ته مې تګ راتګ کوه د پان پاکټونه په چاپیریال کې دومره زیات وو چې زما پام یې ځان ته راواړوه، ترڅو زه له دغو پاکټونو یو څه جوړ کړم او د خلکو نندارې ته یې وړاندې کړم چې له دغو موادو څخه استفاده ونه کړي".

دی وايي چې نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د پان او سګریټو په پاکټونو باندې د خبردارۍ اعلانونه هم نه لیکل کېږي او همداشان د ټولو لپاره په ارزانه بیه او په اسانۍ د لاسرسي وړ دي.

هغه له حکومت څخه غواړي چې دغو موادو ته د خلکو د اسانه لاسرسي د مخنیوي لپاره باید د یادو موادو بیې لوړې شي او دغه راز حکومت باید د مسکراتو او دخانیاتو په پاکټونو باندې په پښتو او دري ژبو د خبردارۍ د اعلانونو لیکل جبري کړي.
XS
SM
MD
LG