د لاس رسي وړ اتصالات

پر ماشومانو د مېندو او پلرونو د نشې اغېزې


پر ماشومانو د مېندو او پلرونو د نشې اغېزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00

ډاکټران وايي زیاتره ماشومان د خپلو معتادو مېندو او پلرونو له خوا په نشه يي توکو اخته کېږي، چې نه یوازې له جسمي بلکې له رواني اړخه هم ځپل کیږي.


ډاکټران وايي زیاتره ماشومان د خپلو معتادو مېندو او پلرونو له خوا په نشه يي توکو اخته کېږي، چې نه یوازې له جسمي بلکې له رواني اړخه هم ځپل کیږي.

عایشه چې په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په ۵۰ بستریز مرکز کې رواني سلاکاره ده وايي، په دې مرکز کې زیاتره بستر شوي ماشومان په خپله کورنۍ کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په نشه يي توکو اخته شوي دي.

هغه وايي "اکثره ماشومان داسې دي چې په خپله هم (مخدره مواد) کاروي، داسې ماشومان هم موږ لرو چې حتی د غېږې وو او په خوله کې به یې ورته پوه کول یا به یې مواد په خوله کې وراچول، یعنې ډېر واړه ماشومان چې د څو میاشتو وو او داسې ماشومان هم شته چې مور او پلار یې په یو اتاق کې مخدره مواد څکوي، ماشومان یې لوګی تنفس کوي".

دغه رواني سلاکاره وايي زیاتره معتادې مېندې د دې لپاره چې ماشوم یې ارام وي ورته نشه يي مواد ورکوي.

عایشه وايي چې په دې مرکز کې د معتادو ماشومانو له درملنې وروسته هغوی ته ښوونه او روزنه هم ورکول کېږي او کله چې له مرکز څخه فارغ شي په ښوونځیو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG