د لاس رسي وړ اتصالات

په زندانونو کې د معتادینو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنې


په زندانونو کې د معتادینو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې په څرخي پله او بګرام زندانونو کې د نشه يي توکو د استعمال په تړاو د ولسي جرګې د ادعاوو په غبرګون کې وايي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات کړي دي.


د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې په څرخي پله او بګرام زندانونو کې د نشه يي توکو د استعمال په تړاو د ولسي جرګې د ادعاوو په غبرګون کې وايي چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات کړي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د زندانونو د ارزونې کمېټې چې په بګرام او څرخي پله زندانونو کې یې د بندیانو د وضعیت ارزونه کړې ویلي چې په دغو زندانونو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني وايي "د هېواد په زندانونو کې له مخدره موادو او قاچاق سره د مبارزې په برخه کې له نیکه‌مرغه د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې له تاسیس څخه تر اوسه په مخدره موادو د څه باندې ۴۰۰ روږدو بندیانو درملنه کړې ده او دا پروسه د یو نیم میاشتني پروګرام په ترڅ کې نه یوازې په مرکز بلکې په ولایتونو کې په ټولو بندیانو تطبیقېږي".

ښاغلی بایاني دغه راز وايي چې د زندانونو د چارو د تنظمیم ادارې د افغانستان زندانونو ته د مخدره موادو انتقال او قاچاق د مخنیوي لپاره کلک تدابیر نیولي او په شاوخوا شپږو میاشتو کې یې لسګونه تنه زندان ته د نشه يي توکو د انتقال په تور نیولي دي.

هغه وايي "له شاوخوا شپږو میاشتو راپدېخوا د زندانونو منسوبین یا د ادارې نظامي پرسونل او د زندانیانو پایوازان چې د مخدره موادو په قاچاق کې یې لاس درلود زموږ د کشفي او امنیتي څانګو له خوا په بالفعل ډول نیول شوي دي، دوسیې یې ترتیب شوي دي او د څیړنو لپاره عدلي او قضايي برخو ته سپارل شوي دي".

له دې وړاندې هم د افغانستان په زندانونو کې د نشه يي توکو د استعمال او د بندیانو د معتادېدو په تړاو اندېښنې مطرح شوې وې خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ولسي جرګې په دې برخه کې ارزونې کړي او په نشو د اخته شویو بندیانو په شمېر کې د زیاتوالي په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
XS
SM
MD
LG