د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: د شیشې په استعمال کې زیاتوالی


غزني: د شیشې په استعمال کې زیاتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

په غزني ښار کې معتادین وايي چې د دوی په منځ کې د شیشې کاروونکي ډېر شوي چې له امله یې د ډېرو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.


په غزني ښار کې معتادین وايي چې د دوی په منځ کې د شیشې کاروونکي ډېر شوي چې له امله یې د ډېرو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

په نشو اخته نورالله وايي پخوا به دلته معتادینو یوازې، چرس، تریاک او پوډر کارول خو په دې وروستیو کې له شیشې څخه استفاده زیاته شوې چې باید مخه یې ونیول شي.

هغه وايي "دلته زه لس کسه درته ښیم چې شیشې لیوني کړي دي، لس کاله ما پوډر وڅکول که هرڅومره به نشه وم څوک نه پوهېده چې ما نشه کړې خو دا دوه کاله کېږي شیشه څکوم او اوس چې په بازار کې روان یم کوچنی لا راباندې پوهېږي."

شیشې ته اسانه لاسرسی او د بیې ټیټوالی د دې لامل شوی چې د معتادینو په منځ کې یې استفاده په لویه کچه زیاته شي.

ډاکټران وايي د شیشې په اړه غلط معلومات چې ګواکې خطر یې کم دی، د ډېرو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې باید پر وړاندې یې جدي مبارزه وشي.
XS
SM
MD
LG