د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د شیشې پر زیاتوالي اندېښنې


په افغانستان کې د شیشې پر زیاتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د شیشې د تولید او کارونې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او وايي چې هېواد یې له افغان پولیسو سره په مبارزه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.


په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د شیشې د تولید او کارونې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او وايي چې هېواد یې له افغان پولیسو سره په مبارزه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

دغه سفارت پر خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي چې په افغانستان کې د میتامفیتیمین "شیشې" تولید او استعمال په پراخه کچه مخ پر زیاتېدو ده.

سفارت وايي " متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نشه یې توکو او قانون پلي کولو د نړیوالو چارو اداره او د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې اداره د دغه آفت سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو او د معتادېنو د درملنې متخصصینو، تر څنګ ولاړ دي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې د دغې خطرناکې نشې په اړه ناسم تبلیغات چې ګواکې د نورو نشه يي موادو په پرتله یې زیانونه کم دي، د شیشې کاروونکي زیات کړي.

د دې وزارت چارواکي وایي چې د شیشې د مخنیوي، په اړه یې د عامه پوهاوي او درملنې په برخه کې یې خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG