د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: څه د پاسه ۲۴ ټنه نشه يي‌توکي وسوځول شول


ننګرهار: څه د پاسه ۲۴ ټنه نشه يي‌توکي وسوځول شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په ننګرهار کې چارواکو د تېرو شاوخوا دوو کلونو پر مهال نیول شوي څه د پاسه ۲۴ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي چې هیرویین، چرس او نور مواد په کې شامل ول وسوځول.


په ننګرهار کې چارواکو د تېرو شاوخوا دوو کلونو پر مهال نیول شوي څه د پاسه ۲۴ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي چې هیرویین، چرس او نور مواد په کې شامل ول وسوځول.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي د نشه يي توکو پر وړاندې یې مبارزه جدي ده او د کارونې او قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې ګڼې لاسته راوړنې لري.

هغه وايي‌ "څه د پاسه ۲۴ نیم زره کیلو ګرامه نشه يي توکي چې نن وسوځول شول، د ننګرهار پولیسو د ۱۳۹۸ او ۹۹ کلونو کې په ۵۱۰ بېلابېلو عملیاتو کې نیولي ول".

چارواکي وایي، د دې توکو سره چې زیاته برخه یې چرس دي ۵۷۰ تنه یې د لېږد او قاچاق په تور له ۲۱۳ عرادې واسطو سره نیول شوي دي چې قضيې يې څارنوالۍ او محاکمو ته رسېدلي دي.

مسئولین وایي پولیسو په خپلو دغه عملیاتو کې ۲۵۷ میله ډوله وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي

که څه هم چارواکي د نشه يي توکو د قاچاق د مخینیوي په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو وایي خو د جلال اباد اوسېدونکي د دغه ښه ښار په بېلابېلو برخو کې د معتادینو زیاتوالی او په عام محضر کې د نشه يي‌توکو استعمال د اندېښنې وړ بولي او نیوکه کوي، چې چارواکي د دې چارې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
XS
SM
MD
LG