د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په فراه کې د نشه‌يي موادو 'دوې لویې فابریکې' له منځه وړي


افغان ځواکونو په فراه کې د نشه‌يي موادو 'دوې لویې فابریکې' له منځه وړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د کورنیو چارو وزارت وايي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو او کومانډو ځواکونو تېره شپه د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو ضد عملیات کړي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو او کومانډو ځواکونو تېره شپه د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو ضد عملیات کړي دي.

دغه وزارت وايي په یادو عملیاتو کې کابو ۱۱۰۰ کیلوګرامه شیشه، ۱۰۵۰ کیلوګرامه سوډا او ۱۱۰۰ کیلوګرامه کیمیاوي مواد له منځه تللي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا ضیا امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې د نشه‌يي موادو د پروسس دوه لویې فاریکې په نښه کړي او له منځه یې وړي دي.

ښاغلی ضیا وايي "په دغو عملیاتو کې زیاته اندازه نشه‌يي مواد لکه شیشه، سوډا او کیمیاوي مواد له منځه وړل شوي دي".

هغه وايي په دغو عملیاتو کې یوه اندازه تجهیزات، وسایل او پنځه موټر د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت بیا ویلي چې په فراه کې له منځه وړل شوې فابریکه د طالبانو وه خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG