د لاس رسي وړ اتصالات

په افغاني ښځینه جامو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې


په افغاني ښځینه جامو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو تازه په کابل کې څلور قاچاقبران له کابو ۸۰ کیلیوګرامه هیرویينو سره ونیول.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو تازه په کابل کې څلور قاچاقبران له کابو ۸۰ کیلیوګرامه هیرویينو سره ونیول.

د کورنیو چارو وزارت وايي دغو کسانو په ډېره ځیرکتیا په ګنډ افغاني ښځینه جامو کې هیرویین ځای پر ځای کړي او غوښتل یې چې د کابل د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه یې هند ته قاچاق کړي.

د دغه وزارت ویاند طارق وايي "د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې منسوبینو، د نشه‌یي توکو څلور قاچاقبران چې یوه اندازه هیرویین یې په ښځینه کالیو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې قاچاق کړي، تر پېژندنې وروسته نیولي دي. له نیول شویو قاچاقبرانو څخه ۷۹ کیلیوګرامه هیرویین هم ترلاسه شوي دي".

د فرهنګي چارو یو شمیر فعالان او د افغاني کالیو کاروباریان دې مسئلې ته په غبرګون وايي چې په ښځینه ګنډ افغاني کالیو کې د نشه يي توکو قاچاق به نه یوازې د دوی کاروبار باندې منفي اغیزې وکړي بلکې افغاني کلتور ته هم زیان رسوي.

د افغانستان فرهنګي سفیر او د حقیقي برانډ مشر اجمل حقیقي وايي "په ټوله کې د مخدره موادو قاچاق یا کاروبار یو غیرقانوني کار دی، خو کله چې یو قاچاقبر له هغو جامو څخه په استفاده چې د افغانانو د دود او دستور یو سمبول دی د مخدره موادو قاچاق کوي دا نه یوازې زموږ لپاره د اندېښنې وړ یوه مسله ده بلکې زموږ په فرهنګ باندې هم منفي اغیزه کوي".

ښاغلي حقیقي زیاته کړه چې دا مسئله به د افغاني کالیو په صادراتو کې هم د جدي ستونزو لامل شي.
XS
SM
MD
LG