د لاس رسي وړ اتصالات

لوی څارنوال: په یو کال کې د مخدره موادو اړوند کابو ۱۲۰۰ قضیې څېړل شوي


لوی څارنوال: په یو کال کې د مخدره موادو اړوند کابو ۱۲۰۰ قضیې څېړل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په تېر یو کال کې یې د مخدره موادو د قاچاق او پلورلو ۱۱۷۳ لویې قضیې څېړلې دي.


د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په تېر یو کال کې یې د مخدره موادو د قاچاق او پلورلو ۱۱۷۳ لویې قضیې څېړلې دي.

د افغانستان لوی څارنوال احمد فرید حمیدي چې د پنجشنبې په ورځ ملت ته د دولت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل د دغو قضیو په تړاو ۱۲۷۲ تنو ته سزا ورکړل شوې ده.

ښاغلی حمیدي وايي "څارنوالۍ یا له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلي مرکز په تیر یو کال کې د مخدره موادو د قاچاق او پلور ۱۱۷۳ درنې قضیې څیړلي دي، چې په دې تړاو ۱۲۷۲ کسانو ته سزا اورول شوې ده. عدلي او قضايي مرکز چې په کابل کې دی په ملي کچه صلاحیت لري چې د مخدره موادو د قاچاق او پلور اړوند د درنو جرمونو قضیې وڅیړي، البته په ولایتونو کې زموږ نورې څارنوالۍ چې ما مخکې وویل شاوخوا ۲۰زره جنایي قضیې یې څیړلي دي دا هغه موارد دي چې په کې د مخدره موادو عادي او کوچنۍ قضیې څیړل شوي دي".

د افغانستان لوی څارنوال زیاتوي چې د دغو قضیو په تړاو دوه زره او ۳۳۰ کیلوګرامه هیرویین، ۲۰۷ کلیوګرامه مورفین، څه باندې ۳۵۸زره کیلوګرامه چرس، ۱۹۵ کیلوګرام کا ټابلیټ، ۴۳۴ کیلوګرامه شیشه، ۶۳۷ کیلوګرامه مت امفتامین، ۱۳زره او ۷۲۹ کیلوګرامه اپین، ۱۶زره او ۶۸۹ لیټره الکولي مشروبات او ۱۳۵زره او ۱۹۶ کیلوګرامه د کوکنارو او بنګو دانې هم ضبط شوي دي.

ښاغلی حمیدي وایي چې په دې موده کې افغان ځواکونو ۴۰زره او ۵۹۷ کیلو ګرامه کیمیاوي مواد چې د مخدره موادو په تولید او پروسس کې ترې کار اخیستل کېږي نیولي دي.

د افغانستان لوی څارنوال همداشان وايي چې په دې موده کې ۴۰۸ مختلف ډوله موټر چې په کې مخدره مواد قاچاق کېدل نیول شوي او دغه راز ۱۶۳۸ موبایلونه، ۸۲ موټرسایکل، ۱۸۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد او ۸۱۷ میل بیلابیل ډوله وسلې له قاچاقبرو څخه نیول شوي دي.

ښاغلي حمیدي له قاچاقبرو څخه د وسلو او مهماتو نیولو ته په اشارې وايي چې په افغانستان کې د مخدره موادو کاروبار د تروریزم د تمویل عمده سرچینه بلل کېږي او په دې برخه کې مبارزه د تروریستي ډلو عایداتي سرچینې محدودلی شي.
XS
SM
MD
LG