د لاس رسي وړ اتصالات

یو انجنیر چې په څو ژبو غږېږي څنګه معتاد شو؟


یو انجنیر چې په څو ژبو غږېږي څنګه معتاد شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

څلوېښت کلن سعید تنها چې له څه د پاسه دوو لسیزو راهیسې په مخدره موادو اخته دی وايي د انجنیرۍ دیپلوم لري او په اتو ژبو غږېدلی شي.


څلوېښت کلن سعید تنها چې له څه د پاسه دوو لسیزو راهیسې په مخدره موادو اخته دی وايي د انجنیرۍ دیپلوم لري او په اتو ژبو غږېدلی شي.

هغه وايي چې مورنۍ ژبه یې دري ده او د ملي ژبو په ګډون په انګلیسي، روسي، ایټالیايي او یو شمېر نورو بهرنیو ژبو باندې هم روانې خبرې کولی شي.

سعید تنها څه ډول په مخدره موادو اخته شو؟ دی وايي "زه په کور کې وم چې زما دوه دوستان راغلل او ماته یې وویل چې تر ښاره پورې موږ ورسوه، زما سره موټر وو او هغوی مې سپاره کړل، زما دغو ملګرو په موټر کې مخدره موادو وڅکول، په هماغه ورځ ما هم شروع کړل، زما لومړی ځل وو او دغو غلطو دوستانو ورباندې اخته کړم".

دی وايي په پیل کې یې سګرېټ څکول وروسته په چرسو او بیا په هیرویينو او شیشې باندې اخته شو.

سعید بهرنۍ ژبې له هېواد څخه د باندې د کډوالۍ پر مهال زده کړې دي.

دی چې د ابن سینا د معتادینو د درملنې په مرکز کې بستر وو، اوس ښه شوی او غواړي چې خپل پاتې ژوند له مخدره موادو څخه پاک تېر کړي.
XS
SM
MD
LG