د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی کومانډو، اوسنی معتاد


پخوانی کومانډو، اوسنی معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د افغان کومانډو یو پخوانی سرتېری چې د یوې کورنۍ شخړې له امله زنداني شوی وو هلته په نشو اخته شوی دی.


د افغان کومانډو یو پخوانی سرتېری چې د یوې کورنۍ شخړې له امله زنداني شوی وو هلته په نشو اخته شوی دی.

دوست محمد چې د کومانډو د دندې له پرېښودو وروسته یې د نلدواني ښه کاروبار درلود د نشو له امله نه یوازې کاروبار له لاسه ورکړ بلکې ژوند یې له نورو کړاوونو سره مخ شو.

هغه وايي "په پیل کې مې شیشه څکوله، بیا چې شیشه نه وه، یو ملګري مې راته ویل چې راځه پوډر وڅکوه، ما ویل نه، خو بیا مې ویل راځه یو دود وڅکوه، له هغه وروسته پرې معتاد شوم".

هغه چې واده یې کړی او بچیان هم لري خو د کورنۍ سرپرستې یې سپین ږیري پلار ته ور دغاړې ده.

کورنۍ یې تمه لري چې دوست محمد به یو ورځ روغ او بېرته عادي ژوند ته راوګرځي.
XS
SM
MD
LG