د لاس رسي وړ اتصالات

هغه سرتېری چې په نشو اخته شوی وو


هغه سرتېری چې په نشو اخته شوی وو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

په خوست کې د ملي اردو یو افسر چې پخوا په نشه يي توکو اخته وو، وايي چې جګړه د دې لامل شوې چې د ده په ګډون ډېری کسان نشو ته مخه کړي، هغه وايي که سوله راشي نو په افغانستان کې به د اعتیاد کچه ډېره راټیټه شي.


په خوست کې د ملي اردو یو افسر چې پخوا په نشه يي توکو اخته وو، وايي چې جګړه د دې لامل شوې چې د ده په ګډون ډېری کسان نشو ته مخه کړي، هغه وايي که سوله راشي نو په افغانستان کې به د اعتیاد کچه ډېره راټیټه شي.

شفيق الله د خوست د عليشېرو او تريزايي‌ولسوالۍ اوسېدونکی دی جې له تېرو اتو کلونو راهيسې د افغانستان په جنوب، په ځانګړې توګه په هلمند ولايت کې د ملي اردو په ليکو کې دنده ترسره کوي.

بريدمل شفيق الله وايي، چې د جګړو او له خپلې کورنۍ څخه د جدايۍ په نتيجه کې د مخدراتو په څکولو روږدی شوی. دی زياتوي چې د خپل غم د غلطولو لپاره يې نشه يي توکو ته پناه يوړه.

هغه وايي "مجبور يې، په هلمند کې دومره سترې دښتې دي چې ورته حيران به شې. سنګين ولسوالي، نوزاد، موسی کلا ده. هلته جنګ دی، د ترياک جنګ دی. په خوست کې ولې دومره جنګ نشته. موږ غنم کرو، جوار کرو، سبزي او بل شی، د دې لپاره چې آينده مو جوړه شي".

په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې د افغان سولې د ټينګېدو په هکله بحثونه تاوده شوي، شفيق الله وايي که سوله وشي، د جګړو له امله پر نشه يي‌توکو د اعتياد کچه به راکمه شي.

دا مهال د خوست د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې يو شمېر هغه کسان بستر دي، چې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې يې دندې ترسره کړي او د جګړو له کبله يې اعتياد ته مخه کړې وه.

XS
SM
MD
LG