د لاس رسي وړ اتصالات

ضیاءالحق: د ورونو غم په نشو اخته کړم


ضیاءالحق: د ورونو غم په نشو اخته کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

د ملي اردو پخوانی سرتېری ضیاءالحق چې دا مهال په غزني ښار کې له نورو معتادینو سره اوسیږي، وايي چې دریو ورونو یې په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی.


د ملي اردو پخوانی سرتېری ضیاءالحق چې دا مهال په غزني ښار کې له نورو معتادینو سره اوسیږي، وايي چې دریو ورونو یې په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی.

هغه وايي د ډېرو غمونو له امله یې نشو ته مخه کړې ده او تر اوسه نه دولت او نه کوم بل چا ورسره مرسته کړې ده.

ضیاءالحق وايي "څلور ورونه په دولت کې وو، دریو ورڼو مې ژوند له لاسه ورکړ، یوازې زه په کې پاته یم، ما دولت ته ډیرې عریضې وکړې خو چا مرسته ونه کړه. موږ په کلي کې ډېر جایداد درلود، موږ د وطن په خاطر راپورته شوو. زر طاقه انګور مو درلوده ۱۵ لکه روپۍ عاید مو درلود، چې دغه د یو کال پیسې مو له دولت څخه په ۱۵ کاله کې هم نه دي ترلاسه کړې. اوس بې وظیفې یم او له دولت څخه مې زړه تور دی او دا چې د پله لاندې پروت یم نشه کوم بې غمه یم".

هغه وايي د کورنۍ مسئولیت هم ور د غاړې دی او نه پوهیږي چې څنګه د هغوی ستونزو ته ورسیږي.

ضیاء الحق پر دولت غږ کوي چې د هغه د درملنې او کار غم وخوري، وايي که په نشو د اخته ځوانانو سره مرسته و نه شي نو ورځ تر بلې به معتادین لا پسې زیات شي.
XS
SM
MD
LG