د لاس رسي وړ اتصالات

سید مالک: په جګړه کې محاصره وم، په نشو اخته شوم


سید مالک: په جګړه کې محاصره وم، په نشو اخته شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

د ملي اردو پخوانی سرتېری سید مالک چې د کابل په باغ قاضي کې له نورو معتادینو سره ګډې نشې کوي وايي په جګړه کې محاصره وو، چې په نشه يي‌ توکو اخته شو.


د ملي اردو پخوانی سرتېری سید مالک چې د کابل په باغ قاضي کې له نورو معتادینو سره ګډې نشې کوي وايي په جګړه کې محاصره وو، چې په نشه يي‌ توکو اخته شو.

هغه وايي د دې لپاره چې خوب ور نشي، یو بل سرتېري شیشه ورکړه، چې له هغه وروسته پرې معتاد شو.

سید مالک وايي" د شمال په کندز او بدخشان ولایتونو کې مې وظیفه درلودله، په چهار دره کې دوولس ورځې تر محاصر لاندې پاتې شوو د شپې لخوا دښمن هڅه کوله چې موږ ونیسي هلته یو بل سرتېری وو راته ویل یې، بریدمل صیب راشه شیشه درکړم ویې څکوه خوب دې نه وړي، کله به چې ما شیشه وڅکوله په ریښتیا هم چې خوب به نه وړلم"

هغه وايي‌دوولس ورځې او شپې یې خوب ونه کړ، او چې محاصره ماته شوه، مشرانو یې شاباسی ورکړ چې د وطن دفاع یې کړې ده.

سید مالک وايي څو ځله په روغتون کې بستري شوی دی خو د بېکارۍ له امله بیا په نشو اخته شي.

هغه چې درې اولادونه لري، له خپلې کورنۍ بېل له نورو معتادینو سره شپې او ورځې سبا کوی.
XS
SM
MD
LG