د لاس رسي وړ اتصالات

محمد اسماعیل: د وطن ساتونکی وم، خو نشو تر پله لاندې ژوند کولو ته راوستم


محمد اسماعیل: د وطن ساتونکی وم، خو نشو تر پله لاندې ژوند کولو ته راوستم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

د پکتیکا اوسېدونکی محمد اسماعیل چې یو وخت په سرحدي ځواکونو کې سرتېری وو، د دندې له پرېښودو وروسته په نشو اخته شو.



د پکتیکا اوسېدونکی محمد اسماعیل چې یو وخت په سرحدي ځواکونو کې سرتېری وو، د دندې له پرېښودو وروسته په نشو اخته شو.

هغه چې شاوخوا ۱۳ کاله یې دنده ترسره کړې، اوس په غزني ښار کې تر یوه پله لاندې ژوند تېروي.

محمد اسماعیل وايي " د وطن ساتونکی وم، سرباز وم، په ځانګړو ځواکونو کې مې وظیفه کوله، د پکتیکا ولایت کې مې پر پوله دنده درلوده، هلته زه عملي نه شوم خو چې دنده مې پرېښوده په مخدراتو اخته شوم".

هغه وايي په پیل کې یې عادي نشه يي توکي کارول، خو وروسته یې ملګرو په تریاکو، شیشې او پوډرو اخته کړ.

د سرحدي پولیسو دغه پخوانی سرتېری وايي چې یو وخت یې ښه د عزت ژوند درلود خو د نشه له لاسه یې ژوند له کړاوونو سره مخ شو.

په غزني کې د دې ولایت پر معتادینو سربېره د شاوخوا سیمو او نورو ولایتونو معتادینو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتیږي د دغه ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړي.

XS
SM
MD
LG